د خوړو نړۍوال پروګرام د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د جاپان له لوري د ۱۳.۵ مېلیونه ډالرو مرستې هرکلی کړی. د جاپان سفیر تاکایوشي کرومیا ویلي، چې د افغانستان نږدې ۳مه برخه وګړي نپوهېږي، چې د دوی راتلونکې خواړه به له کومه ځایه راځي او د خوړو د خوندیتوب بېړنۍ بشري مرستو ته اړتیا لري. هغه ویلي، جاپان د افغانستان له خلکو سره ولاړ دی او په دې برخه کې پانګونه کوي. دغه پروګرام وایي، د دغې مرستې سره به له نږدې ۶۳۰ زره هغو خلکو ته خواړه ورسوي چې په لوږه کې ژوند کوي او د ۴۲ زره څخه ډېرې خوارځواکې امېندواره او د شېدو تغذیه کوونکو مېندو او ماشومانو درملنه وکړي او نږدې ۳۶ زره د ښوونځي ماشومان به بسکېټ ترلاسه کړي.