د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلي چې د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له مسوولینو سره یې د نایب اباد سټیشن څخه د توکو د انتقال د پیل په موخه له ازبکستانه د ۸۰ کسیزه تخنیکي ټیم د راتګ او دغه ټیم ته د وېزو او امنیتي اسانتیاوو د برابرولو په اړه په یوه پر لیکه لیدنه کې خبرې کړي دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه لیدنه کې ازبکستاني لوري افغان لوري ته د افغانستان، ازبکستان، پاکستان او قطر تر منځ د رېل پټلۍ اړوند په “افغان-ټرانس” ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې چې د روانې فبروري میاشتې په شپږمه او اوومه نېټه به په تاشکند ښار کې ترسره شي.