د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو څلور ورځنی نندارتون جوړ شوی دی. د بلخ د صنعت او سودا د ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د کار نړۍ وال سازمان په مالي مرسته د امالبلاد په نوم د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو دا ۴ ورځنی نندارتون جوړ شوی دی. د دې نندارتون په پرانیست غونډه کې د یاد ولایت مرستیال والي ویلي، چې د سرپرست حکومت په راتک سره ټولو صنعتکارانو او سوداګرو ته د پانګونې ښه زمينه برابره شوې ده. په ورته وخت کې د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ چارواکو ویلي، چې په دغه نندارتون کې د کورنیو تولیداتو او په هېواد کې له پانګونې څخه د ملاتړ په موخه نږدې ۹۰ لویو او وړو شرکتونو خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي او ډېری غرفې پکې د ښځو لاسي صنایعو ته ځانګړې شوې دي.