د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر اوچا په خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې روان ۲۰۲۴ کال په افغانستان کې څه باندې ۱۷ میلیونه اړمن کسان مرستو ته اړتیا لري. یادې ادارې په بیان کې زیاته کړې، چې د یاد شمېر کسانو سره د ملاتړ لپاره د بشري مرستو شریکان ۳ میلیارد او ۶۰ملیون ډالرو ته اړتیا لري. اوچا وایي، له دغو افغانانو سره به د خوړو، سرپناه او نورو کورنيو توکو، روغتیا، اوبو، نظافت او حفظ الصحې، تغذیې، خوندیتوب، روزنې او یو شمېر نورو برخو کې مرسته کوي. د اوچا د مالوماتو له مخې هغه شمېر اړمن کسان چې مرستو ته اړتیا لري، ۵۲ سلنه یې ماشومان، ۲۵ سلنه یې مېرمنې، ۱۲سلنه یې معلولین او دوه سلنه یې د پاخه عمر لرونکي دي.