د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او کانگرس موافقه وکړه چې د دریو اونیو لپاره به د امریکا د فدرالي حکومت تړل شوې ادارې بیرته پرانستل شي. ټرمپ په خپلو خبرو کې یو ځل بیا د مکسیکو سره په پوله د سرحدي دیوال په جوړولو باندې په ټینگار سره ویلي چې د اسرائیلو په څېر نورو هیوادونو پر خپل سرحد باندې په دیوال کولو سره خپلو هیوادونو ته د ترهگرو د تللو مخه نیولې ده. د کانگرس د مشرانو او ټرمپ موافقې له مخې ټاکل شوې چې د هغې بودجې پر سر خبرې وروسته وشي چې ټرمپ یې د مکسیکو سره د امریکا پر پوله د دیوال د جوړولو لپاره غواړي. د رویترز خبري اژانس ویلي چې ددې موافقې پر اساس به د امریکا فدرال حکومت هغه بودجه ترلاسه کړي چې د سرحدي امنیت چارې په کې شاملې دي. خو دا بودجه به په مشخصه توگه د سرحدي دیوال لپاره نه وي. په تیرو پنځه اونیو کې د امریکا د فدرالي حکومت د یو شمیر ادارو د بندیدو په نتیجه کې د فدرالي ادارو شاوخوا ٨٠٠ زره مامورین له معاش بې برخې وو.