کانونو وزارت ویلي، چې د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ د سربو او جستو کان د درېیم بند د استخراج لپاره یې له یوه خصوصي شرکت سره تړون لاسلیک کړ. دغه وزارت وايي؛ په دې پروژه کې به ۲۴۷ میلیونه ډالره پانګونه وشي. د دغې پروژې مساحت ۱۰۵ کیلومتره مربع دی او د استخراج مسوولیت یې د کاظمي خپلواک شرکت پر غاړه دی. د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر وايي، چې په دې پروژه کې به لس میلیونه امریکايي ډالر د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې ولګول شي.





























