د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر ننګرهار کې د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس کې ویلي، چې د ځنګلونو د ساتنې لپاره جوړې شوې قطعې ټول هېواد کې په ښه توګه د ځنګلونو د وهلو مخنیوی کړی. نوموړي ویلي، چې د ځنګلونو د پراختیا او اقتصادي کولو لپاره د منظم پلان له مخې کار پیل شوی دی. د کرنې او مالدارۍ سرپرست وزیر دغه راز ویلي، چې سږ کال به هېواد کې بزګرو ته ۳۵ زره مټریک ټنه د غنمو اصلاح شوی تخم ورکړل شي.