د عامې روغتیا سرپرست وزیر وايي، د هېواد روغتیايي سکټور د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ۷۵ سلنه ښځینه کار کوونکو ته اړتیا لري. قلندر عباد له اریانا نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې د روغتیا سکټور د پرمختګ تر څنګ له ستونزو سره مخامخ دی. د نوموړي په خبره دا مهال په ټول هېواد کې شاوخوا ۷۰۰ تخصصي روغتونونه او ۱۱ زره بسترونه شته، خو معیاري روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي لپاره ۴۵ زره بسترونو ته اړتیا ده.