د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویلي چې د یاد ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې د ۴۷۱ میلیونو ۴۶۴ زره ۷۸۶ افغانیو په لګښت د ۵ ممیز خونو او یوې سړې خونې رغولو چارې پیل شوې چې په جوړېدو سره به یې د بڼوالانو ستونزې تر ډېره بریده حل شي. د مسوولینو په خبره، د یاد شوو ممیز خونو او سړې خونې په جوړولو سره به د کروندګر او باغ لرونکو هغه ستونزې حل شي چې مخکې د مېوو د ساتنې په برخه کې ورسره مخ وو. کندهار د هېواد په سوېل کې کرنیز ولایت دی چې ۸۰ سلنه وګړي یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي خو د تېرو شلو کلونو جګړو او وروسته وچکالیو له امله دې برخې ته دروند زیان اوښتی دی.