د پنجشېر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې سږ کال ۳۶ پروژې بشپړې کړې دي. د پنجشېر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس ویلي چې سږ کال د دغه ولایت په مرکز بازارک، شتل، عنابه، او رخه ولسوالیو کې د خوړو او کرنې سازمان په مالي ملاتړ او د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ د ۶۶۶ زره ۱۰۰ امریکايي ډالرو په لګښت ۳۶ واټرشیډونه او چکدېمونه بشپړ شوي دي. په دغو پروژو کې ۵۹۴۰ کسانو ته د کارزمینه هم برابره شوې وه.