د کندوز ولایت د برېښنا ریاست مسوولینو ویلي، چې د روان کال له پیله تر دې دمه یې څه باندې ۱ میلیارد افغانۍ عواید راټول کړي دي. د یاد ولایت د برېښنا رییس ویلي چې دا راټول کړي عواید یې د برېښنا د لګښت بېلونو، د زرګونو میترونو په نصبولو او د ورته نورو خدماتو وړاندې کولو له درکه ترلاسه کړي دي. نوموړي دغه راز ویلي، چې په کندوز کې د برېښنا پېريدونکو ته په کتو څلور پایې ۴۰۰، شپږ پایې ۲۵۰، درې پایې ۱۰۰ او یوه یوه پایه ۲۰۰ او ۵۰ کیلو ولټ امپیر په ظرفیت سره ټرانسفرمرونه هم نصب شوي دي. د یادولو وړ ده، چې سرپرست حکومت د برېښنا د لګښتونو له امله د تېر حکومت میلیونونه ډالر پورونه هم ادا کړي او مخکې اداینه یې هم کړې ده.