د افغانستان د سرپرست حکومت لخوا د برېښنا د پورونو له پرې کولو وروسته تاجکستاني چارواکو خبر ورکړی، چې سږ کال افغانستان ته د برېښنا صادرات ۱۷ سلنه زیاتوي. تاجکستاني چارواکي، افغانستان ته د برېښنا صادرات به داسې مهال زیاتوي چې دغه هېواد پخپله هم د برېښنا له کمښت سره مخ دی. دیادولو وړ ده، چې څه موده وړاندې د برښنا شرکت مسوولینو ویلي وو چې د تاجکستان د برېښنا ټول پورونه یې پرې کړي دي. د یاد شرکت د مسوولینو په خبره، په دې برخه کې یې د سږ کال لپاره مخکې اداینه هم کړې ده. دا په داسې حال کې ده، چې لا هم د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې خلک د برېښنا له کمښت څخه سرټکوي.