د افغانستان سرپرست حکومت په یوه خپره اعلامیه کې ویلي، چې نن د سلواغې میاشتې ۲۶مه نېټه له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د ماتې او وتلو له ۳۵ مې کلیزې سره برابره ده. په اعلامیه کې دغه ورځ د افغانستان په تاریخ کې یوه له ویاړه ډکه ورځ بلل شوې او په مناسبت يې خپل مسلمان او زړه ور ملت ته مبارکي ویلې ده. په یاده اعلامیه کې دا هم ویل شوي، چې د هېوادونو آزادي او هویت د هغوی د همت، مجاهدې او شهکاریو پوري اړه لري، چې الحمدلله په تیرو سلو کلونو کې افغانانو درې ځله په دې میدان کې د الله جل جلاله په نصرت سره بریا ګټلې او د خپل هېواد آزادي او خپلواکي يې تر لاسه کړی ده. اعلامیه وایي داچې په درېيم ځل هم زموږ هېواد نوی له اشغال څخه آزاد شوی، څرګندوي، چې په افغانانو کې د استقلال غوښتنې حس لاهم په قوت کې موجود دی او د خپل دین او هیواد د ساتنې لپاره کلک هوډ او تعهد لري.