د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسن ویلي، چې د افغانستان د سرپرست حکومت له واکمنۍ راهیسې، اروپایي هېوادونو له اړمنو افغانانو سره د څه باندې ۱،۲ میلیارده ایرو بشري مرسته کړې ده. نیکلسن وایي له دغو مرستو سره -سره په افغانستان کې بشري وضعیت ډیرخراب دی. نوموړي زیاته کړې چې اروپایي ټولنې د ۲۰۲۱ کال راهیسې ۶۰۰ ملیون ایرو له افغانستان سره د بشري اړتیاوو په برخه کې مرسته ده. دغه راز ۶۰۰ میلیون ایرویې د روغتیا، کرنې، مالدارۍ، زده کړې او نورو برخو کې کړې ده، چې ټول ټال د مرستو اندازه یې ۱،۲ میلیاردو ایرو ته رسیږي. نیکلسن په ټینګار سره ویلي، چې په اوس وخت کې د افغانستان له نیمایي زیات وګړي بېړنیو خوراکي او نورو بشري مرستو ته اړتیا لري.