د نړیوال بانک اجراییوي بورډ پرون له افغانانو سره د خپلو اړیکو په اړه یوه نوه کړنلاره تصویب کړه، چې ممکن په اساس یې افغانستان ته ۳۰۰ میلیونه ډالر نوې بودجه چمتو شي. له افغانستان سره د نړیوال بانک دا تعامل د دغه بانک درېیمه کړنلاره نومېږي چې ورسره به د کاسا-۱۰۰۰ پروژه هم پیل شي. د نړیوال بانک یو ویاند فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي دي چې د اجراییوي بورډ له تاييد وروسته به د ۳۰۰ میلیونه ډالرو دا مرسته په ۱۵ میاشتو کې د «نړیوال پراختیايي ټولنې» له لوري افغانستان ته ورکړل شي. دا ټولنه بې وزلو هېوادونو ته د نړیوال بانک د پور ورکونې څانګه ده. نړیوال بانک ویلي چې دا مرستې به د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو له لوري افغانستان ته انتقالېږي. بانک په یوې اعلامیې کې ویلي چې «دا پیسې به د ټولو هغو لومړنيو خدمتونو په ځانګړي ډول د هغو خدمتونو، چې ښځو ته یې ګټه رسي، ملا وتړي.»