سبا او بله ورځ به د نږدې شلو هېوادونو استازي د افغانستان په اړه د دوحې په ناسته کې ګډون وکړي. د راپورونو له مخې د روسیې، چین، ایران، هند، جاپان، تاجېکستان، امریکا، فرانسې، جرمني، او اروپایي ټولنې په ګډون به د اتلسو هېوادونو ځانګړي استازي د دوحې په غونډه کې ګډون وکړي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند بیا وايي، د دغه سازمان سرمنشي به سبا یکشنبه په دغه غونډه کې د ګډون په موخه قطر ته ولاړ شي. د ملګرو ملتونو ویاند زیاتوي، چې د ښځو د ستونزو اورېدو په موخه به ښځې هم په دغه غونډه کې ګډون وکړي. ورته مهال، د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي، عصمت الله ارګاشېف هم د قطر له سفیر حسن حمزه هاشم سره په لیدنه کې د افغانستان په تړاو د دوحې پر ناستې خبرې کړې دي. د افغانستان سرپرست حکومت تر دې دمه په دغه غونډه کې د ګډون په تړاو تازه څه نه دي ویلي.