د بلخ ولایت مرکز مزار شریف ښار ته بېځایه شوې یو شمېر کورنۍ لومړنیو اسانتیاوو ته له نه لاسرسي شکایت لري، او له سرپرست حکومت څخه د دوی د ستونزو د هواري غوښتنه کوي. دوی وايي، د کافي خوراکي توکو د کمښت سرپناه، ښوونځي، روغتیايي مرکزونو او پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري. خو د بلخ ولایتي چارواکي وايي، چې د بېځایه شویو کورنیو ډیری ستونزې یې هوارې کړي او له یو شمېر بنسټونوسره یې خبرې کړې دي، څو دوی ته لا زیاتې مرستې ورسوي. د معلوماتو له مخې د سمنګان، جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو لس زره کورنۍ چې د تېرو جګړو له امله بېځایه شوي د بلخ په شاوخوا ۱۵ کمپونو کې ژوند کوي.