د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولینو ویلي، چې دوی د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ماشومانو یوه بله ډله هم په پلازمېنه کابل کې یوه روغتون ته د درملنې په موخه ور پېژندلې ده. د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین وایي، ۲۰ ماشومان چې اوسمهال د سوري زړه له ناروغۍ کړېږي، په هیواد کې د ننه روغتونونو کې به تر درملنې لاندې ونیول شي، چې لګښت یې د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي. د يادولو وړ ده، چې په تېرو ۱۹ میاشتو کې افغاني سرې میاشتې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۲ زره ۸۶۷ ماشومان د درمنلې او عملیاتو لپاره د هېواد داخلي بېلابېلو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.