د هرات د اطلاعات کلتور ریاست رییس ویلي، چې د روان کال له پیل راهیسې تر ۷۰ زرو بهرنیو او کورنیو ګرځندویانو د دې ولایت بیلابیلو تاریخي سیمو ته سفرونه کړي. نوموړي زیاته کړې، چې دې ولایت ته د ورتلونکو ګرځندویانو لپاره یې د هر ډول اسانتیاوو له رامنځته کولو څخه دریغ نه دی کړی او تازه ۱۰ تنه بهرني وګړي، چې د امریکا، المان، ناروې، ویتنام، جاپان، او سکاټلینډ هیوادونو وګړي دي دې ولایت ته سفر کړی. د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته هرات، چې پکې د ټول افغانستان په څیر امنیت بهتره تامین دی او زیاتې تاریخي سیمې او ابدات پکې شتون لري هر کال ورته لسګونه زره داخلي او بهرني سیلانیان د سیاحت په موخه سفر کوي.