په دوحه کې نن د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترېش په کوربه توب د رابلل شوې غونډې دویمه ورځ ده. ملګري ملتونه وایي له دې غوندې څخه یې موخه له افغانستان سره د نړیوال تعامل پر زیاتېدو بحث دی. د ګډونوالو په هغه لېست کې چې ملګرو ملتونو خپور کړی، د امریکا، چین، پاکستان او اروپايي ټولنې ځانګړي استازي هم شامل دي. یاد غونډې ته د افغانستان سرپرست حکومت چارواکي هم وربلل شوي؛ خو د بهرنیو چارو وزارت تېره شنبه په یوه خپره کړې خپرپاڼه کې ویلي و، چې د دوی ګډون به ګټور نه وي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ ویلي وو، چې له ۲۵ تر ۲۸ پورې هېوادونو استازو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.