په هېواد کې د یو شمېر ولایتونو مالداران او بزګر د وروستۍ واورې اورښت ته خوشاله دي او هیله څرګندوي، چې را روان کال به د څارویو لپاره په ورشو ګانو کې واښه زیات او دغه راز د بزګرو د کروندو حاصلات زیات شي. کروندګر وايي، چې د باران او واورې اورېدو له کبله په ځمکو کې مضره حشرې او چنجي له منځه ځي او د وچکالۍ د له منځه وړولو لامل هم ګرځي. د بغلان ولایت یون تن بزګر نعیم الله وايي، چې د واورې اورېدل نه يوازې غنمو او شولو، بلکې باغدارۍ، مالدارۍ او څړځايونو ته هم ډېره ګټه رسوي، له دې سربېره د اوبو زېرمې هم ورسره ډېرېږي. نوموړي زیاته کړه، که چېرې د ژمي په موسم کې د واورې او باران اورښت همداسې دوام وکړي، نو زراعتي کښتونو او څړځایونو ته به ډېره ګټه ورسوي.