د ایران یوه دولتي او سوداګریز پلاوي په کابل کې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت له سرپرست وزیر سره کتلي دي. د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې لیدنه کې ایراني پلاوي په افغانستان کې د کرنې، مالدارۍ، اوبولګولو، بڼوالۍ او د څارویو د نسل اصلاح او لبنیاتو د پروسس په برخو کې د پانګونې لپاره د ایران د حکومت او پانګوالو د لېوالتیا په اړه خبرې کړې دي او په دغو برخو کې د عملي کار پېل ته یې چمتووالی ښودلی دی.