د سټنډرډ ملي ادارې خبر ورکړی، چې ایران هېواد ته یې ۲۳ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ور ګرځولي دي. یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د نيمروز بندر له لارې يې ۲۳ ټانکره بې کیفیته تیل (ډیزل او پټرول) چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره په معیار نه و، برابر بېرته یې ایران ته مسترد کړي دي. خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کیفیته تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي دي. یادې ادارې له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي، کنه نو له ورته قانوني چلند سره به مخ شي.