د روغتیا نړیوال سازمان په خپل تازه خپاره کړي راپورکې ویلي، چې افغانستان د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو لپاره د ۴۲۳ مېلیون ډالره بودجې د بشپړولو لپاره ۳۵۲ مېلیونه ډالرو ته اړتیا لري. د راپور له مخې د افغانستان روغتیایي سیسټم په ټولو برخو کې د بودجې د کموالي او اقتصادي ستونزو له امله د پام وړ اغېزمن کېږي. د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې ۱۸.۴ مېلیونه خلکو روغتیایي مرستو ته اړتیا درلوده؛ خو دغه شمېره په ۲۰۲۴ کال کې ۲۳.۷ مېلیونو ته لوړه شوې ده. د روغتیا نړۍوال سازمان زیاته کړې، چې افغانستان په دوامداره ډول له یوه داسې بشري ناورین سره لاس او ګرېوان دی چې خلک یې له ګڼو ننګونو سره مخ کړي دي.