د ماليې وزارت په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د ۱۴۰۳ مالي کال لپاره د بودجوي واحدونو ۶۶ پراختیايي پروژې تائید شوې دي. د خبر پاڼې له مخې د مالیې وزارت د پالیسۍ معينيـت اړونـد د عامـه پانګونې د مديريت رياست، د سرپرست حکومت لـه اقتصادي لومړيتوبونو سره سم؛ د بودجـوي واحدونو د پراختيايي پروژو د مالي او اقتصادي تحليـل او هر اړخيزې ارزونې مسئوليت لري او دغه ریاست د راتلونکي مالي کال لپاره د بودجـوي واحدونـو ټـولې مهمې پراختيايـي پـروژې لـه پانګونې وړاندې د پروژو د ارزونې کمېټې له لارې د پراختيايي لومړيتوبونو سره سمې ټاكي او لومړیتـوب وركوي. په خبرپاڼه کې راغلي چې له ۲۱۶ پراختيايي پروژو څخه، د پروژو د ارزوني کمېټې ۶۶ پراختيايي پروژې د ملي بودجـې پـه سـنـد کې د شمولیت پـه موخه تائيد کړې دي.