د بلخ ولایت د اوسپنې پټلۍ اداره وایي، د ۷۵ کیلومټرو په اوږدوالي له حیرتان سوداګریز بندر څخه د بلخ تر مزار شریف ښار پورې د اوسپنې پټلۍ د ټرانزیټي لارې د جوړېدو قرار داد یې د ۶.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت له یوه ازبکستاني شرکت سره لاسلیک کړی. مسوولین زیاتوي، ټاکل شوې د اوسپنې پټلۍ د دغې لویې پروژې د بیارغونې چارې د دریو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د بلخ ولایت ځايي مسوولین دغه سوداګریزه لاره د سوداګرۍ په برخه کې د افغانستان او ازبکستان هېوادونو تر منځ یوه مهمو لارو څخه یادوي او د بیارغونې له چارو يې هرکلی کوي.