د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي، یو شیاویونګ عشق اباد ته په سفر کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال، احمد ګوربانوف سره کتلي دي. د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې ترکمنستان او چین د افغانستان بیارغونې په برخه کې خپلې ګډې مرستې پیاوړې کوي. یو شیاویونګ دغه راز ویلي چې چین له ترکمنستانه د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې د کوربتوب په برخه کې ملاتړ کوي.