ټاکل شوې، چې نن د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر په مشرۍ د اقتصادي مرستیالۍ، د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت، د بهرنیو چارو وزارت او مالیې وزارتونو د استازو په ګډون ایران سفر وکړي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې دغه تخنیکي پلاوی به د سیستان بلوچستان ولایت د چابهار آزاد بندر له ظرفیتونو او اسانتیاوو څخه پر ګټې اخیستنې او د هېواد د ټرانزیټ او صادراتو د زیاتولو په لړ کې د هغو مسایلو د اجراء په اړه، چې د سرپرست حکومت د اقتصادی مرستیال د وروستی سفر پر مهال پرې هوکړه شوې وه؛ له ایراني پلاوي سره خبرې وکړې.