د چین یون لونګ زیرن شرکت استازي د هرات د اوسپنې پټلۍ له رییس سره په کتنه کې د اوسپنې پټلۍ پراختيا له سيمې او نړۍ سره د افغانستان د نښلولو لپاره اساسي کيلي ګڼلې ده. هغه زياته کړې، چې په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې پانګونه يې لومړيتوب دی. د ياد شرکت استازي هرات ته د فولادو د توليد په برخه کې د ۳ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د يوې پروژې د سروې په موخه سفر کړی، چې وروسته به د پانګونې دغه کچه تر ۱۰۰ ميليونو امريکايي ډالرو پورې لوړوي. په دې کتنه کې د هرات ولایت د اوسپنې پټلۍ رییس مفتي محمدنسیم محمدي ویلي، په افغانستان کې د کانونو د استخراج ترڅنګ د اوسپنې پټلۍ په برخه کې چینایي پانګوالو ته د پانګونې ښه فرصت برابر شوی، چې دوی باید ترې استفاده وکړي او د اوسپنې پټلۍ په برخه کې پر پانګونې خپل تمرکز زیات کړي.