د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د ژمي له پیل راپدېخوا څه باندې ۲۸۶ زره کسان پر تنفسي ناروغیو اخته شوي دي. یاد سازمان ویلي، چې ۶۶۸ کسان ترې مړه شوي او دغه راز په یادې ناروغۍ اخته له ۶۳ سلنې ډېر ناروغان له پېنځه کلونو کم عمره ماشومان او نږدې ۵۰ سلنه یې ښځې دي. په ورته مهال د عامې روغتیا وزارت ويلي، چې په دې وروستیو کې د تنفسي ناروغیو د ناروغانو شمېر ډېر شوی او په ۲۰۲۳ کال کې له دغه وزارت سره له دوه اعشاریه ۹ میلیون ډېر تنفسي ناروغان ثبت شوي دي. د عامې روغتیا وزارت چارواکو په هېواد کې د تنفسي ناروغیو د زیاتوالي لامل د هوا ککړتیا بللې ده