د کندهار صنعتکاران وایي د یو شمیر ګاونډیو هیوادونو په پرتله یې صنعت مخ پر ودې روان دی. دوی زیاتوي، د تېر په پرتله یې صنعت ښه شوی، چې د دغه ډول حالت د دوام په صورت کې به ډیر ژر له بهرنیو هېوادونو څخه د را واردېدونکو تولیداتو مخنیوی وشي. د کندهار د صنعت او معدنونو مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د اوسپنې د تولیداتو په ځانګړې توګه، د سیخ ګول توکي په پریمانه کچه دي. د مسوولینو په خبره په دې برخه کې له یو شمېر ګاونډیو هېوادونو څخه هم مخکښ دي. دا په داسې حال کې چې د سرپرست حکومت له لوري پر ټولو کورنیو او بهرینو پانګوالو غږ شوی، تر څو په افغانستان کې پانګونه وکړي، چې دا چاره به د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې مهم ګام وي.