له پولیو څخه د پاک افغانستان پروګرام په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې که څه هم د افغانستان په ډیرو سیمو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو واکسین روان دی، خو د واورو، باران او سړې هوا له امله په کاپیسا، پروان، رزګان، زابل، هلمند، کندهار، غزني، خوست، هرات او فراه ولایتونو کې ځنډول شوی دی. دې پروګرام د افغانستان له خلکو غوښتي چې خپل ټول نوي زېږېدلي او ناروغ ماشومان هم واکسین کړي. دیادولو وړ ده، چې د نړۍ په نورو هېوادونو کې د ګوزڼ ناروغي له منځه تللې، خو پاکستان او افغانستان یواځیني دوه هېوادونه دي چې لا هم د دغې ناروغۍ پېښې پکې لیدل کېږي.