د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د نفتو او ګازو په چارو کې د ترکمنستان د وزیرانو شورا له مرستیال باتر امانوف سره لیدلي دي. د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په دغه لیدنه کې دواړو لورو د ټاپي او افغانستان ته د مایع ګاز د لېږد په اړه هراړخیزې خبرې وکړې.د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر په دې لیدنه کې ویلي د ټاپي پروژې عملي کولو ته ژمن دی، دغه راز امانوف ویلي چې تر هرات ولایت د ټاپي پروژې غځېدل یې هم حکومت ته ځانګړی اهمیت لري، نوموړي وایي هیله من دی چې د ټاپي پروژې اړوند پر شوو هوکړو کار ژر تر ژره وروستی شي څو د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نللیکې د کار پرانیسته وشي.