د عامې روغتیا وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې په لوګر کې د ازادې سیالۍ له لارې د څه باندې ۲۰۰ خالي بستونو ازموینه واخیستل شوه، چې نجونو او هلکانو دواړو پکې ګډون کړی و. که څه هم دغه وزارت دا نه ده څرګنده کړې، چې په دې سیالیو کې څومره نجونو برخه اخیستې ده، خو په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې داوطلبانو د قابله ګۍ، واکسیناتور، نرس، ټولنیز کارکوونکې او د رواني مشاورینو په څانګو کې سیالۍ کړې دي. د عامې روغتيا وزارت څو ورځې وړاندې د يو شمېر ولايتونو په روغتيايي مرکزونو کې د نجونو د ګمارنې اعلان کړى و، دا په داسې حال کې ده، چې تردې وړاندې د عامې روغتیا سرپرست وزیر قلندر عباد ویلي وو چې په یو شمېر ولایتونو کې د ښځینه ډاکټرانو له کمښت سره مخ دي.