د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ویلي، چې تېرکال یې په افغانستان کې د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت په ملاتړ له نږدې ۱۹ مېلیونه افغان وکړو سره مرسته کړې ده. یاد پروګرام په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په دغه مرستو کې خوراکي توکي، نغدې پیسې او د مهارتونو زده کړې هم شاملې وې. د خوړو نړۍوالو پروګرام تر دې وړاندې په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي و، چې د افغانستان لپاره ۲۰۲۳ کال له بحرانه ډک کال و. راپور کې ویل شوي، چې تېر کال د بې سارې تمویل کمښت له امله لس مېلیونه خلک د خوړو د نړۍوال پروګرام د خوراکي مرستو څخه بې برخې شول. په راپور کې دغه راز ویل شوي چې د خوړو نړۍوال پروګرام هغو ښځو ته ځانګړی لومړیتوب ورکوي؛ چې د کور سرپرستي په غاړه لري.