په کابل کې د بریتانیا سفارت شارژدافیر رابرټ چټرټن ډېکسن د سرپرست حکومت له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، لندن له کابل سره ښو اړیکو ته لېوالتیا لري او د افغانانو د هوساینې په موخه چمتو دي، چې له سرپرست حکومت سره ګډ کار وکړي. ډېکسن زیاته کړې، هېواد یې هوډ لري، چې له افغانستان سره بشري مرستې زیاتې کړي. ورته مهال دې لیدنه کې سیاسي مرستیال ویلي، اوس مهال افغانستان کې د سرتاسري امنیت د تامین سربېره د نشه يي توکو تولید او قاچاق له منځه تللی او له افغانستان څخه هېڅ هېواد ته ګواښ شتون نه لري.