د هېواد په بېلابېلو برخو کې د واورې او باران ورښت ته د خلکو هېلې زیاتې شوې دي. یو شمېر خلکو په ځانګړې توګه بزګرانو د وروستیو ورښتونو هرکلی کړی. دوی وايي، تمه لري، چې دغه ورښتونه د وچکالۍ د راکمېدو، ځمکې لاندې اوبو د زیاتېدو او کرنیزو محصولاتو د کچې لوړېدو لامل شي. په ورته وخت کې د اړوندو ادارو مسوولین واوره او باران هېواد کې د کرنې او اوبو لپاره اصلي سرچینه بولي او له خلکو غواړي، چې د اوبو له بېځایه لګښته ډډه وکړي. که څه هم د ژمي په پيل کې د ورښت نشتوالي له امله خلکو اندېښنه ښودلې وه، خو وروستیو ورښتونو هېواد کې له وچکالۍ څخه د خلاصون هیلې رازرغونې کړې دي.