د خوړو نړیوال پروګرام په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې اروپايي ټولنې د افغانستان بشري مرستو له صندوق سره ۲۱ میلیونه یورو مرسته کړې ده. د خوړو نړیوال پروګرام همداراز ویلي چې د اروپايي ټولنې په دې مرستې سره به په افغانستان کې د خوړو په خوندیتوب کې ښهوالی راشي او ۳۰۰ زره افغانان به ترې برخمن شي. په ورته وخت کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې، رافایلا آیودیس ویلي، چې اروپايي ټولنه به د افغانستان د خلکو لاسنیوي ته دوام ورکوي. بلخوا د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګویتریش تازه ویلي چې دې سازمان په افغانستان کې بشري ناورین ته د رسېدنې لپاره د اړتیا وړ درې سلنه بودیجه ترلاسه کړې ده.