د راپورونو له مخې امنیت شورا د روان ۲۰۲۴ کال د مارچ میاشتې پر ۶مه نېټه د افغانستان په تړاو غونډه جوړوي. د مالوماتو له مخې د یوناما مشره به په دې غونډه کې امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت په تړاو خپل درې میاشتنۍ راپور وړاندې کوي. بل خوا بیا سرپرست وایي، چې ملګري ملتونه دې د دې مسایلو پرځای د بندیزونو د لېرې کېدو او له افغانانو سره په اقتصادي برخه کې د مرستو په څېر موضوعګانو ته پاملرنه وکړي څو له دې لارې نور مسایل هم حل شي. د سرپرست حکومت چارواکي وایي، چې په دا ډول غونډو کې د دوی د استازي نهګډون به د هغوی عملي اړخ صفر ته ورسوي. دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا تر دې وړاندې هم د روان کال د فبرورۍ پر ۲۶مه، د افغانستان د وضعیت او د افغانستان لپاره د ملګرو متلونو د ځانګړي استازي د ټاکل کېدو په تړاو غونډه جوړه کړې وه، چې د سرپرست حکومت چارواکو پکې نه ګډون غوره بللی و.