په جوزجان ولایت کې يوې ښځې د وړيو اوبدلو او لاسي صنايعو د يوې فابریکې په جوړولو سره ۱۷۰ کونډو او بې وزلو مېرمنو ته د کار زمينه برابره کړې ده. د دغه فابریکې مسوولې سنګي ماه رسنیو ته ویلي، چې د دې فابریکې په جوړولو سره يې موخه داده، چې ډیری کونډو او د خپلو کورنيو سرپرستو مېرمنو ته، د کار زمينه برابره کړم او بل دا چې لاسي صنايع په جوزجان کې تاريخي مخینه لري، باید هېرې نه شي. نوموړي په دغه کارګاه کې د ۳۰۰ نورو مېرمنو د کار کولو لېوالتيا ته په اشارې سره وويل، چې که کار يې ښه شي، نو دغه شمېر مېرمنې به هم وګوماري. د جوزجان ولايت د صنعت او سوداګرۍ رياست د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال په دغه ولايت کې شاوخوا ۴ زره ۵۰۰ مېرمنې د لاسي صنایعو په ١٨ بېلا بېلو برخو په کار بوختې دي.