ایراني رسنۍ وایي، د افغانستان سرپرست حکومت غواړي په چابهار بندر کې د اقتصادي نمایندګۍ دفتر پرانیزي. د ایران مهر خبري اژانس راپور ورکړی، چې د سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت پلاوي دغه هیواد ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه دفتر د پرانیستلو غوښتنه کړې ده. په راپورکې ویل شوي چې د سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت پلاوی هم چابهار بندر ته تللی او هلته یې د ولسمشر له سلاکار حجت الله عبدالمالکي او د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي دي. د ایران د سوداګریزو چارو عالي شورا په خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لورو د سوداګرۍ او ترانزیت پر پراختیا ټینګار کړی دی. د راپور له مخې، د سرپرست حکومت پلاوي او ایراني چارواکو د چابهار بندر د پراختیا له پروژې خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړی دی.