د افغانستان بانک خبر ورکړی، چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمښت په موخه، نن د سه شنبې په ورځ ۱۶ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په ډول پلوري. یاد بانک په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې، په شرايطو برابر له ټولو صرافانو او تجارتي بانکونو څخه غوښتي، چې په دغو داوطلبيو کې دې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي یې مکلف کړي چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي. په خبرپاڼه کې دغه راز يادونه شوې ده چې د معاملــو قسمي ترسره کول مجاز نه دى او د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.د یادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د افغانستان بانک د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمښت په خاطر ۱۶ میلیونه ډالره د لیلام په ډول پلورلي وو.