د فراه ولایت د شيخ ابونصر فراهي بندر مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه بندر کې یې ۱۶۳ ټنه تاریخه تېره خوارکي او غیر خوراکي توکي سوځولي دي. د مسوولینو په خبره دغه توکي یې د تېرو دوو کلونو په موده کې راټول کړي وو. په يادو سوځول شويو توکو کې ۱۱۶ ټنه صنعتي مالګه، ۲ ټنه خرما، ۱۹ټنه د ويښتانو ژل، ۴ ټنه د توليدي شرکتونو د ماشينونو پريمنځونکي توکي او ځیني نور شامل دي. د یادولو وړ ده، چې په یاد بندر کې وخت ناوخته د بې کیفیته خوراکي او غېر خوراکي توکي د نیولو خبر ورکول کیږي.