اقتصادي معاونیت وایي، سرپرست حکومت په روان ۱۴۰۲ کال کې د برېښنا په سکتور کې ۱۶ بېلابېلې پروژې پیل کړې، چې یو شمېر یې بشپړې او ځینې به ډېر ژر پیل شي. د یاد معاونیت د معلوماتو له مخې په دې پروژو کې د کمال خان بند د پاتې چارو، د بخش اباد بند د عملي چارو، د شاه و عروس بند د پاتې چارو او په هرات کې د ۲۰۰ میګاواټه بادي برېښنا د تولید پروژو چارو پیلول شامل دي. همداراز په دې موده کې د هېواد له شمال څخه جنوب ته د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا لېږد مزي غځول، د کابل په شمول په ډېری ولایتونو کې د لمريزې برېښنا د تولید پروژې، په کابل کې د سروبي دوهم بند، ارزګان کې د اغا جان بند، میدان وردګو کې د چک بند، سرپل کې د سلطان ابراهیم بند، کونړ کې د مناګي بند او زابل کې د توري بند د جوړېدو کارونه پیل شوي. اقتصادي معاونیت زیاتوي، چې د دې ترڅنګ په مختلفو ولایتونو کې د سب سټېشنونو جوړول او بیارغونه، له ترکمنستان څخه هرات ولایت ته د ۲۲۰ کیلو ولټ مزي غځول، له کجکي تر کندهار پورې د ۱۱۰ کیلو ولټه برېښنا لېږد مزي چارو بشپړول هغه پروژې دې چې چارې یې بشپړې شوې دي او همدارنګه به د کاسا زر پروژې چارې په نږدې راتلونکي کې په عملي ډول پیل شي.