د لوګر د پوهنې ریاست لهخوا په روان ۱۴۰۲ لمریز کال کې د ۴۱ میلیونو افغانیو په لګښت ۶۸ بېلابېلې پروژې پلي شوې دي. د یاد ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاپور عرب ویلي چې یادې پروژې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د روان ۱۴۰۲ کال په لړ کې د ۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د پوهنې وزارت، مرسته کوونکو مؤسسو، خیریه بنسټونو، سوداګرو او شتمنو ولسي خلکو په همکارۍ پلي شوې دي. عرب زیاته کړه؛ چې د دغو پروژو له پلي کېدو سره زرګونو تنو زدهکوونکو ته د زدهکړې منظم چاپېریال برابر شوی دی. د یادونې وړده، چې تر دې وړاندې د لوګر د پوهنې ریاست مسوولینو په راتلونکي ۱۴۰۳ لمریز کال کې د ۱۳ نويو لومړنيو ښوونځیو د تاسیس خبر هم ورکړی دی.