د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن یوځل بیا د افغانستان د وضعیت په تړاو د تړلو دروازو تر شا د یوې غونډې کوربه دی. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست ویلي چې، په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یا یوناما مشره رزا اوتونبایوا د دې شورا غړو ته د افغانستان د وضعیت په تړاو درې میاشتنی راپور وړاندې کړي. بل پلو، سرپرست حکومت په افغانستان کې پر یوناما په نیوکې سره وايي چې دغه اداره په افغانستان کې د منفي ټکو د لویو ښودلو او په دې تړاو د راپور وړاندې کولو په لټه کې ده. د سرپرست حکومت ویاند زیاتوي، چې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو غونډې به هغه مهال مثبتې پایلې ولري، چې د افغانستان واقعیتونه منعکس کړي. دا غونډه به په روانه میاشت کې د افغانستان د وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دویمه غونډه وي.