ملګرو ملتونو د افغانستان د وضعیت په تړاو خپل څلورمیاشتنی راپور خپور کړ. په دغه راپور کې په افغانستان کې د اقتصادي، امنیتي، بشري او نورو برخو ترڅنګ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په تړاو خبرې شوې دي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترش له لوري په دغه خپاره شوي راپور کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د فعالیت دوام مهم ګڼل شوی او د روزا اوتونبایوا او د هغه د ټيم له کاري بهیره یې خوښي څرګنده کړې ده.