د افغانستان بانک ریيس ویلي چې افغاني بانکنوټونه اوس ارزښت لرونکې کرنسي ده چې د نړۍ په کچه درېيم ځای لري او د پولي واحد ارزښت ساتل په نظام کې د شفافيت او فساد نه شتون څرګندونه کوي. نوموړي په ننګر هار کې د بانکوالۍ سکټور د وضيعت ښه والي او پرمختګ لپاره په جوړ شوي کنفرانس کې ویلي، چې د افغانسنان بانک هڅه کوي، تر څو خپلو خلکو ته له اسلامي اصولو سره سم خدمات وړاندې کړي او د اسلامي بانکوالۍ پراختيا او د صرافۍ او پولي خدمتونو پراختيا یې لومړيتوب دی. نوموړي همدارنګه ویلي چې د اسلامي بانکوالۍ سکټور په ټولیزه توګه ۳۳ اعشاريه ۳۹ میليارده افغانۍ دی او له دغه سکټور سره ۱۸اعشاريه ۶۲ ميليارده افغانۍ د خلکو امانتي حسابونه دي، چې دا په خپلو بانکي سيستم باندې د خلکو د اعتبار څرګندونه کوي.