د خوست ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په علیشېرو او تریزیو ولسوالۍ کې د یوه محافظوي دېوال د جوړولو چارې بشپړې شوې دي. د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د مسوولینو په خبره، د دغه ولایت په علیشېرو او تریزیو ولسوالۍ په تور کاڼي سیمه کې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۵۰ مترو په اوږدوالي یوه ګبیوني محافظوي دېوال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د یادولو وړ ده، چې پرون هم دې ته ورته د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د ۱۴۱ زره ډالرو په لګښت د ۵۰۰ مترو په اوږدوالي د یوه ګبیوني محافظوي دېوال د جوړولو چارې بشپړې شوې وې.