په چین کې د افغانستان د سرپرست حکومت سفیر د وو وې کمپنۍ له عمومي رییس، هنګ منګ فنګ سره لیدلي او دواړو خواوو د سوداګریزو او اقتصادي مسایلو په اړه خبرې کړې دي. په چین کې د افغانستان سفارت د مالوماتو له مخې په دغه لیدنه کې هنګ منګ فنګ ویلي، په افغانستان کې د ازادې سوداګرۍ پراختیا په موخه د لوجسټیک مرکز جوړولو په برخه کې پانګونې ته لېواله دی . فنګ زیاته کړې؛ چمتو دی، چې له چین څخه افغانستان او له افغانستان څخه چین ته د افغان او چینایي مالونو د انتقال په برخه کې د لازمو اسانتیاوو په برابرولو کې مرسته وکړي.